د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د نړیوالې ټولنې له بندیزونو او فشارونو سره سره په هېواد کې د افغانۍ ارزښت باثباته دی او د زیربنایي پروژو په پلي کېدو سره به اقتصاد وده وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اعلان وکړ چې په هیواد کې اقتصادي بحران د دښمنانو پروپاګند دی او د افغانستان اقتصاد پخوا په جګړه ایز اقتصاد او د مخدره موادو په سوداګرۍ او فساد پورې تړلی و. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د حج د مسوولینو د راستنیدو د هرکلي په مراسمو کې ټینګار وکړ چې اوس تمرکز په افغانستان کې د سترو ودانیزو پروژو پر تطبیق دی.