تاریخ انتشار: 18 سرطان 1402 - 12 ماه پیش
موضوع:‌ افغانستان
شماره: 5246

متقي: اوس د حکومت تمرکز په هېواد کې د سترو رغنیزو پروژو پر تطبیق دی

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې د نړیوالې ټولنې له بندیزونو او فشارونو سره سره په هېواد کې د افغانۍ ارزښت باثباته دی او د زیربنایي پروژو په پلي کېدو سره به اقتصاد وده وکړي.