افغانستان 23 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: امریکایان باید په پوځي یونیفورم کې افغانستان ته نه راځي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، دا ډله له دې سره کومه ستونزه نه لري، چې د یوه امریکايي وګړي په ډیپلوماتیک یونیفورم کې افغانستان ته راشي، خو دوی نه شي کولای چې په "پوځي یونیفورم" کې یې په کابل کې ومني.

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی وایي، کابل له امریکا او لویدیځ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او وایی چی د دې ډلې چارواکو په دوحه کې د خبرو اترو پر مهال امریکایانو ته هم ویلي وو او اوس هم وايي چې موږ په پوځي یونیفورم کې یو امریکایی نه شو منلی، خو که تاسو د دیپلومات په یونیفورم کې راشئ، کومه ستونزه نشته. ښاغلي متقي دغه څرګندونې په کابل کې د بي بي سي له خبریال سره په مرکه کې وکړې چی د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندنه د ښځو له حقونو سره هیڅ تړاو نه لري او د ملګرو ملتونو او د هېڅ هېواد په قوانينو کې دا نه دي راغلي، چې که په يوه هېواد کې د ښځو د کار قوانين توپير ولري، په رسميت ونه پېژل شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *