د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د چین سفیر ژائو شینګ د طالبانو له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ. د چين سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې مثبتې و ارزولې او په بېلابېلو برخو کې يې د ګډو همکاريو پر اهميت ټينګار وکړ. نوموړي دغه راز د افغانستان د بیارغونې او د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د چین د هڅو یادونه هم وکړه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغو څرګندونو ته غبرګون وښود او له چین سره یې همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه وبلله او د دغو اړیکو د ټینګښت لپاره یې د سرپرست حکومت پر هڅو ټینګار وکړ.