د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخیدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه چی په دې هېواد کې د تل لپاره د لوږې د له منځه وړلو لپاره اړینه ده چې د خلکو په پیاوړتیا او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې پانګونه وشي. د خوړو نړیوال پروګرام هم اعلان کړی، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړي، چې نیمايي یې ښځې دي. دا مرستې له کورنیو سره مرسته کوي چې د دوی لومړني اړتیاوې پوره کړي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغه هېواد اقتصاد له جدي ننګونو سره مخ شوی او ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. دې کار په ټول هیواد کې فقر او لوږه زیاته کړې ده.