دصهیونیسټ رژیم دبهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې ګوتریش یو نه خوښونکی عنصر دی، نیواکګرو سیمو ته یې د داخلیدو مخه ونیوله.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز د چهارشنبې په ورځ وکړه چی د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د ایران د توغندیو د ځوابي اقدام (وعده صادق 2) په وړاندې د غبرګون د نه ښودلو او د دغه عملیاتو د غندلو له امله نیول شویو سیمو ته د ننوتلو بندیز لګولی دی. د ایرنا د خبر له مخې کاتز وویل: هر هغه څوک چې د اسرائیلو په خلاف د ایران د توغندیو عملیات په ښکاره ډول نه شی غندلی لکه څنګه چې د نړۍ تقریباً ټولو هیوادونو کړی دی، د اسرائیلو په خاوره کښې د پښې ایښودلو وړ نه دی.