تحلیل سیاسی 12 میزان 1403 - 14 ساعتونه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات؛ د مسلمانانو خوشحالي او د ظالمانو غم

صهیونیسټ رژیم وروسته له دې چې د جګړې په ډګرونو کښې د پام وړ لاسته راوړنې ونه لرلې، هغه د مقاومت د محور د مشرانو او قوماندانانو د وژلو پلان تر سره کړ تر څو خپله ماتې پټه کړي او بریا ورته ووايي. صهیونیسټانو په تیرو څو میاشتو کښې په غزه کښې د جنګی جنایتونو او نسل وژنې په دوام کښې په زیات شمیر قتلونو لاس پورې کړ چی تر ټولو مهم یې په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه شهادت او د ایران د اسلامي جمهوریت له ملي حاکمیت څخه سرغړونه وه. اسراییل د نړیوالو او بشردوستانه قوانینو په سرغړونې سره په سیمه کې تر ټولو لوی ترهګر هیواد ګرځیدلی دی. د دغه ظالم رژیم د ترهه ګرۍ ماشین د امریکې د هر اړخیز ملاتړ په سیوری کښې ترټولو زیات جنایتونه ترسره کړی او سیمه یې د کړکیچ په لور روانه کړې ده. د ایران اسلامی جمهوریت د اسرائیلو له خوا د اسماعیل هنیه په وژلې سره، د صهیونیسټانو له فتنو په مقابله کښې چې د سید حسن نصر الله د شهادت سبب شو، له یوې مودې وروسته، د صدیق 2 عملیات پیل کړل. د اسلامی ایران په سپیڅلی برید سره د مقاومت د محور د مسلمانانو او دوستانو زړونه خوشاله شول او دښمنان او ظالمان وډار شول. صهیونیسټانو ته د ایران د توغندیو ځواب په داسې حال کښې دی چې اسرائیلو او د دغه رژیم د ملاتړو له خوا د توغندیو د ویشتلو او د هغو له امله د اوښتو تاوانونو د مخنیوی لپاره ډیر چمتووالی نیول شوی وو خو د سپاه پاسداران په بریالي عملیاتو سره د دوی ټول پلانونه شنډ شول. ځینې ​​په دې باور دي چې ایران د اسراییلو په حیرانولو سره دا ډول بریا ترلاسه کړې وه خو څرګنده ده چې صهیونیسټ رژیم تل ادعا کوي چې د نیواک شویو سیمو ساتنه او دفاع کوي او د دوی د توغندیو ضد سیسټمونه د هر ډول توغندیو لپاره دا ناشونې کوي چې اسراییل ته ننوځي. اسراییل فکر کاوه چې په پوځي اقداماتو او رواني جګړې سره به لومړی حزب الله ته ماتې ورکړي او بیا به د ایران او د مقاومت د نورو محورونو پر ضد په تیاره توګه عملیات وکړي ترڅو ځان د میدان د ګټونکي په توګه وړاندې کړي خو د ایران د توغندیو بریدونو چې د ایران د هوډ، استقامت او قدرت ښکارندویي کوله، د صهیونیسټانو ټولې پلانونه شنډ کړې. د ایران اسلامی جمهوریت په دغه هوښیارانه او مستند برید سره وښودله چې صهیونیسټ رژیم حتی د امریکا او د هغه د متحدینو په ملاتړ سره د توغندویی محدودیتونو ځواب هم نشی ورکولی. په هر صورت، ایران د هر ډول سناریو لپاره ځان چمتو کړی او که اسرائیل خپله تېروتنه تکرار کړي، نو په سیمه کې به د مقاومت د محور له مخې یو نوی نظم رامنځ ته شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *