تحلیل سیاسی 10 میزان 1403 - 3 ورځې پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د اسراییلو د جنایتونو په وړاندې د پرېکنده اقدام اړتیا

کابو یو کال کیږی چې صهیونیسټانو په غزه کښې ترټولو وحشیانه جنایتونه ترسره کړل او د زرګونو فلسطینیانو وینه یې په ځمکه تویه کړه. په دې قتل عام سره اسرائیلو په سیمه کښې د شر او وحشت یوه څپه خپره کړې ده، په غزه کښې یې بنسټیز تاسیسات او کورونه ویجاړ کړی دی چې په نتیجه کښې یې د مقاومت د محور یوشمیر مشران شهیدان شوی دی. د اسرایلو جعلي دولت د غصب او وژلو پر بنسټ جوړ شو او له همدې لارې خپل شتون ته دوام ورکوي. په تیرو څو میاشتو کښې د سیمې په هیوادونو کښې د مقاومت د محور یوشمیر مشران د دغه رژیم له خوا په نښه شوی دی چی تر ټولو مهم یې په تهران کې د اسماعیل هنیه او په بیروت کې د سید حسن نصرالله شهادت دی. له دغو پېښو سره سره اسرائیلو تل د ایران اړوند مرکزونه په نښه کړي او په سوریه کې د ایران سفارت هم بمبار کړی چې په پایله کې یې د اسلامي جمهوریت پوځي سلاکاران شهیدان شوي دي. تجربې او د وخت په تېرېدو ثابته کړه چې له دغه ظالم رژیم سره زغم صهیونیسټان نور هم بې شرمه کړي او د هغوی د جنایتونو پراخوالی یې زیات کړی دی. هغه هیوادونه چې د بشری حقوقو ادعا کوی او ملګروملتونو په غزه کښې د اسرائیلو د یوولسو میاشتو د پرله پسې جنایتونو په دوام کښې د صهیونیسټانو د ځپلو او بندولو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی او په عملي توګه د لويديځوالو په نظامي او سياسي ملاتړ سره د هغوی د وژنې ماشين نه دی بند شوی بلکې لا فعال شوی دی. له بلې خوا د اشغالګرو د وژنې په وړاندې د ځینو عربي او اسلامي هېوادونو چوپتیا د هر مسلمان زړه دردوي. د هغوی سیاست د دې لامل شوی چې د فلسطین او لبنان خلک انزوا شي او د اسراییلو لپاره د جرمونو د ترسره کولو میدان خلاص پاتې شي. د مقاومت محور مجبور دی چې له صهیونیسټ رژیم څخه د سخت غچ اخیستلو او د دغه جنایت د ختمولو لپاره د دغې جبهې د شهیدانو مشرانو او همداشان د فلسطین او لبنان د بې ګناه خلکو د وینو د غوښتلو لپاره همغږي اقدام وکړي. که د مقاومت جبهه د اسرایلو پر ضد نړیوال اقدام ته نور هم انتظار وکړي، نو وېره ده چې د نیواکګرو له خوا به د ډېرو مسلمانانو وینه توی شي او د غچ اخیستلو فرصت به له لاسه ورکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *