تحلیل سیاسی 08 میزان 1403 - 5 ورځې پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د لبنان د حزب الله د مشر وژنه؛ د صهيونيسټ رژيم د ژوندي پاتې كېدو هڅې

صهیونیسټ رژیم د غزې د مقاومت له ماتې وروسته د مقاومت د محور د مشرانو د وژلو پریکړه وکړه. صهیونیسټان په دې ښه پوهیدلي چې تر څو چې د مقاومت د غورځنګونو مشران د دوی په وړاندې وي، د بریا رنګ به ونه ویني او ښايي د دغو جګړو پایله به د اسلامي جنګیالیو په ګټه وي. جنايتکار اسرائيل چې له مقاومت د مجاهدينو سره د مقابلې توان نه لري، د مشرانو او د ملکي خلکو د وژلو لاره يې خپله کړې ده. نو د اسماعیل هنیه او د مقاومت د مشرانو د وژلو په وروستۍ قضیه کښې یې په لبنان کښې د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله د وژلو هڅه وکړه چې د هغه د شهادت سبب شو. شهید سید حسن نصرالله عمر خپل مبارک ژوند د قدس شریف د آزادولو او د فلسطین او لبنان د مظلومو خلکو په دفاع کې تیر کړ. په دې خطرناکه لاره کې یې د امام حسین لاره غوره کړه او هیڅکله یې په دې لاره کې د خپل زړه له اعتقاداتو څخه انحراف ونه کړ. شهید نصرالله بې له شکه یو نادر نمونه وه چې د تاریخ په مختلفو وختونو کې یې له یرغلګرو سره په مقابله کې دریغ نه کړ او د صهیونیسټانو جعلي ځواک یې ننګولی. د لبنان د حزب الله د مشر په شهادت سره جنايتکار اسرائيل فکر کوي چې د ولسي غورځنګ له ماتې سره مخ دي، خو هغوی له دې حقیقته ناخبره دی چې حزب الله په یوه شخص پورې تړلی نه دی او د دوی پیاوړي تنظیمونه به په لنډ وخت کې خپل جانشین معرفي کړي او د غاصبینو د مقاومت محور به مات کړي. د صهیونیسټانو د بې ساری جنایتونو په ترسره کولو کښې مهم ټکی له دغه جعلی رژیم سره د امریکا د متحدو ایالتونو بشپړ ملاتړ دی. لکه څنګه چې په خبر کې تاکید شوی، سید حسن نصرالله د امریکا لخوا په مرسته شویو بمونو کې ووژل شو او د امریکا ولسمشر د دغه عمل یې ملاتړ وکړ. اسرائیل په یوازیتوب سره د مقاومت له محورونو سره د مقابلې توان نه لری او دا د امریکا هراړخیز ملاتړ دی چې دغه ظالم رژیم په وینو تویولو او شرارتونو ته هڅوی. د سيد حسن نصرالله په شهادت سره د مقاومت د محور هوډ او عزم دوه چنده شو او د دغه لوړ رتبه شهيد د وينو گټه به د اسرائيلو د تباهۍ لپاره د مسلمانانو د اتحاد سبب شي. بې له شکه چې د مقاومت د محور جنګیالي به د شهید نصرالله او د قدس د لارې د نورو شهیدانو غچ واخلي او د دغه ناروا رژیم وجود به ختم کړي. د نړۍ مسلمانان باید په یووالي او صداقت سره د صهیونیسټانو په مقابل کې ودریږي او که دا کار په دې پړاو کې ونه شي نو د دغو غاصبینو لاسونه به د ډیرو مسلمانانو په وینو رنګ شي لکه څنګه چې دوی په غزه کې جنګي جنایتونه وکړل او نږدې 50 زره مسلمانان یې ووژل. د دې وحشت د مخنیوي لاره به د اسلامي امت ګډ او پرېکنده دریځ دي، کنه دا سرطاني تومور به لا زیاتې وژنې وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *