خبرونه 07 میزان 1403 - 9 ساعت پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ترکمنستان: د افغانستان اقتصادي بیارغونه د سیمې د ثبات لپاره اړینه ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې په سیمه کې د امنیت د تامین لپاره باید د افغانستان له خلکو سره د هېواد د اقتصاد په بیارغونه او د بشري ستونزو په حل کې مرسته وشي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۹مه غونډه کې وویل چې د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان له خلکو سره همکاري اړینه ده. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د ټاپي، نوري فایبر او اورګاډي پټلۍ پروژو ته په اشارې سره زیاته کړه چې هېواد به یې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي. د يادونې ده، چې د سنبلې په ٢١مه، په هرات کې د ټاپي اړوند د يو شمېر پروژو د جوړولو عملي کار پيل شو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *