طالبانو پر لبنان د صهیونیسټ رژیم د حملو د غندلو په ترڅ کښې په دې برخه کښې د نړیوالې ټولنې د مسئولانه او بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په لبنان کې د صهیونیسټ رژیم وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي. طالبانو ویلي: دغه بریدونه چې په پایله کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه بې ګناه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په نړیواله کچه یې جدي اندېښنې راپارولي دي. طالبانو په دغه بیانیه کښې په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د جدی غبرګون نه شتون د دې سبب شوی دی چې دغه رژیم د ټولې سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کړی.