تحلیل سیاسی 01 میزان 1403 - 1 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د امنیتي پېښو د شمېرو زیاتوالی

ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه د یوه نوي راپور په خپرولو سره دا اعلان وکړ چی دغه سازمان د روان کال د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې پورې په هېواد کې دوه زره او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت کړې دي. په راپور کې راغلي چې د مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې په ګډون د طالبانو ضد جبهې پر طالبانو ۷۳ بریدونه کړي دي. په دغه راپور کې راغلي چې د مې له ۱۴مې د جولای تر ۳۱مې په افغانستان کې دوه زره او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي چی د تېر کال د ورته وخت په پرتله دغه پېښې ۵۳ سلنه ډېرې شوې دي. د دغه راپور له مخې، په دې موده کې په افغانستان کې د وسله والو جګړو ۸۰ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې دا شمېره د تېر کال په ورته وخت کې ۳۷ پېښې وه. د ثور له ۲۵ څخه د اسد تر ۱۰ پورې داعش خراسان په بامیان، کندهار او کابل کې څلور بریدونه ترسره کړل او په ننګرهار کې هم د داعش پر ضد د طالبانو له خوا عملیات ترسره شول. داعش ډلې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د طالبانو او نړیوالې ټولنې پر ضد خپلو تبلیغاتو ته دوام ورکړی دی. دا خبره د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل درې میاشتني راپور کې کړې ده چی د طالبانو د بخښنې د ژمنې برعکس، د پخوانیو پوځي چارواکو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي. دغه راز د قضايي وژنې څلور قضيې، د خپلسري نيولو نهه قضيې او د پخوانيو دولتي چارواکو او افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د غړو د شکنجې او ناوړه چلند شپږ قضيې هم ثبت شوې دي. هغه څه چې د ملګرو ملتونو له کلني راپور څخه څرګندېږي هغه دا دي چې په هېواد کې امنيتي پېښې نه يوازې کمې شوې نه دی، بلکې زياتې شوې دي. که څه هم د طالبانو مخالفان د طالبانو پر وړاندې د امنیتي تدابیرو لپاره کومه ځانګړې جغرافیه نه لري، خو په دې ډول اقداماتو سره په افغانستان کې د طالبانو د امنیت ادعا تر پوښتنې لاندې راولي. له بلې خوا په هېواد کې د داعش ډلې امنیتي ضد فعالیتونه د نورو ګواښونو په پرتله ډېر څرګند ښکاري ځکه د دغې ترهګرې ډلې کړنې نه یوازې د طالبانو پر ضد دي، بلکې ملکي او بې دفاع هیوادوال هم وژني. په دايکنډي ولايت کې د داعش په وروستي جنايت کې زموږ ١٤ تنه هېوادوال په ناحقه شهيدان شول. له بلې خوا د پخواني حکومت له غړو سره د طالب چارواکو او زورواکو نښتو په افغانستان کې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي او پر طالبانو یې تورونه پورې کړي دي. د ملګرو ملتونو له خوا د ورکړل شویو احصایو او په افغانستان کې د امنیتي پېښو په اړه د پرله پسې راپورونو په خپرولو سره، د امنیت په تامین کې د طالبانو ادعا، د داعش فعالیتونه او بشري حقونه ننګول شوي دي او طالبان په دې قضیو کې د پام وړ بریا نه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *