د طالبانو د وسله وال پوځ مشر وايي، د خلکو د زړونو په ګټلو سره کولای شو په سمه توګه حکومت وکړو.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت دغه خبره د ۲۰۰ غړو د فراغت په مراسمو کې وکړه. ښاغلي فطرت همداشان ټینګار وکړ چې د دغې ډلې د حکومت پوځیان به له اسلام او د اسلامي خاورې دفاع کوي. د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له درې کالو څخه زيات وخت تېر شو، خو تر اوسه هېڅ هېواد او يا نړيوال سازمان د دغې ډلې حکومت په رسميت نه دى پېژندلى.