افغانستان 01 میزان 1403 - 4 ساعت پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

احمد مسعود: شهیدان د قبرونو ډبرې یا د خاورې نه دي چې ویجاړې شي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر د طالبانو له خوا د عبدالعلي مزاري د مقبرې د ورانولو په غبرګون کې دغه عمل د طالبانو د ایډیالوژیکي ناکامۍ نښه وګڼله.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو له خوا د کابل په لویدیځ کې د عبدالعلي مزاري د څلورلارې د ویجاړولو په غبرګون کې وویل: “شهیدان د قبرونو ډبرې یا د خاورې نه دي چې ویجاړې شی.” تېره شپه وسله والو طالبانو د کابل ښاروالۍ د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د پل سوخته په سیمه کې د عبدالعلي مزاري په نوم څلورلارې ویجاړې کړې. طالبانو تر دې مخکې هم په همدې څلورلارې کې د شهید مزاري مجسمه ویجاړه کړې وه. وسله والو طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دغه اقدام د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو او مدني فعالانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *