افغانستان 28 سنبله 1403 - 2 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو د “مهاجرینو د ستونزو د هوارولو عالي کمیسیون” د غونډې د جوړولو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې: د مهاجرينو د ستونزو د هواري د عالي کميسيون غونډه د طالبانو د لومړي وزير د اداري مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دغه کميسيون د غړو په شتون کې جوړه شوه. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره د عالي کمېسون فعالیتونه، دندې او لاسته راوړنې و ارزول شوې. دغه راز په دې غونډه کې د کارموندنې پلان، هغو مهاجرینو ته چې کور نه لري د ځمکې ویش، د کرنیزو ځمکو په اجاره ورکولو او هېواد ته د راستنیدونکو سوداګرو او پانګوالو لپاره د ښارګوټو او صنعتي پارکونو د جوړولو په ځانګړي ډول د یادې کړنلارې په اړه بحث وشو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *