خبرونه 28 سنبله 1403 - 1 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د جرمني او طالبانو د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو اسیايي هېوادونو غوښتنه

د منځنۍ اسیا د هېوادونو یو شمېر مشرانو د جرمني له صدراعظم اولاف شولتس څخه غوښتي چې له طالبانو سره د خپل هېواد اړیکې عادي کړي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د هېوادونو مشرانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د جرمني له صدراعظم سره وکتل او د یوه سوله ییز او باثباته هېواد په توګه یې د افغانستان پر پراختیا ټینګار وکړ. په دې ګډه غونډه کې د دغو هېوادونو مشرانو هم په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې او د بشري حقونو په تامین او د مرستو پر دوام یې ټینګار وکړ. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له درې کالو څخه ډېر تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ هېواد او يا نړيوال سازمان د دغې ډلې حکومت په رسميت نه دى پېژندلى.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *