د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: نن ورځ موږ د بوسنیا او هرزګوینا په شان د ۹۰مې لسیزې په اوږدو کې د غزې او د فلسطین په اشغال شوېو سیمو کې د قتل عام شاهدان یو.
د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې د بوسنیا او هرزګوینا د ولسمشرۍ د شورا له مشر ډینس بیچروویچ سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې چی موږ به زموږ د ماشومې “عائشه نور” قاتل چې د اسراییلو لخوا وژل شوې وه، او د غزې د څه دپاسه 41,000 وروڼو او خویندو قاتلان خامخا د عدالت منګولو ته وسپارو. لکه څنګه چې په نړیوالو محکمو کې د سربرنیتسا د نسل وژنې عاملین وغندل شول، په غزه کې د پیښې عاملین به هم حساب شي. د بوسنیا او هرزګوینا ولسمشر هم وویل: په غزه کې نسل وژنه په حقیقت کې “په نړۍ کې ترټولو لوی ذلت” دی.