اقتصادي 24 سنبله 1403 - 5 روز پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د فواید عامې وزارت د هرات – خواف ریل پټلۍ د څلورمې برخې ۶۵ سلنه چارې بشپړېدل څخه خبر ورکړل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال بخت الرحمن شرافت هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات – خواف ریل پټلۍ د څلورمې برخې د لومړۍ برخې د کار له پرمختګ څخه لیدنه وکړه. د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، چې په دې لیدنه کې شریفي چارواکو او تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پروژې چارې په نوې بڼه وڅاري. هغه زیاته کړه چې د دغې پروژې کار ۵۶ سلنه بشپړ شوی دی. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د روان کال په حمل میاشت کې د خواف – هرات د ریل پټلۍ د څلورمې برخې د دویمې برخې د جوړولو تړون له روسي شرکت “ګاما” سره لاسلیک کړ. ټاکل شوې چې دغه اورګاډي د افغانستان د واخان له لارې له چین او د ایران له لارې ترکیې او د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره ونښلوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *