د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو سرحدي نښتو وروسته د خوست مرستیال والي د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د دې ډلې له سرحدي ځواکونو سره وکتل.
د معمار پرس د خبر له مخې: په خوست کې د طالبانو مرستيال والي محبوب شاه قانت د زازي ميدان ولسوالۍ له سرحدي سيمو ليدنه وکړه او د دې ډلې له امنيتي ځواکونو او ځايي اوسېدونکو سره يې له پاکستان سره د پولې پر وضعيت خبرې وکړې. د خوست ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قانت امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، باید هوښیار واوسي او هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.