افغانستان 18 سنبله 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کورنیو چارو وزیر: د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ یو

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي چې د دې ډلې حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخامخ دی.

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د خبرپاڼې په حواله، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي چې د دې ډلې حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره د اسانتیاوو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی. ښاغلي حقاني دغه موضوع پرون په کابل کې د «مخدره موادو سره د مبارزې عالي کمیسیون» په لومړۍ غونډه کې مطرح کړه. هغه زیاته کړه، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له کابل سره د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا ده او کروندګرو ته د بدیل کښت زمینه برابره شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *