د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د مونیخ د قونسلګرۍ له لارې چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکه لري، افغانانو ته قونسلګري خدمات وړاندې کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو هغه غوښتنه منلې، چې په برلین او بن کې د جمهوريت د رژیم د ډیپلوماټانو تر کنټرول لاندې د سفارت او قونسلګرۍ خدمات لغوه کړي. سرچينې وړاندې ويلي و، چې د جرمني حکومت په برلين کې د افغانستان سفارت او په بن کې د دغه هېواد قونسلګرۍ ته تر راتلونکې اونۍ پورې وخت ورکړی، چې يا له طالبانو سره اړيکې ونيسي او يا دغه ادارې وتړي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو فشارونو موخه په جرمني کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د شړلو لپاره د زمينې برابرول دي چې د پناه غوښتنې درخواستونه يې رد شوي دي.