د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه له سره غور وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولسو غړو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار باندې لګول شوي محدودیتونه له سره غور وکړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی و چې د دې ډلې د حکومت ټول قوانین له اسلامي شریعت سره سم دي او ویلي یې دي چې اتباع یې مکلف دي.