خبرونه 17 سنبله 1403 - 1 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

افغان پانګوال په دوبۍ کې د نړۍ دویم تر ټولو لوړ ټاور جوړوي

افغان پانګوال او د عزیزي شرکت خاوند میرویس عزیزي په خپل ایکس چینل کې لیکلي دي چې په دوبۍ کې به د نړۍ دوهم تر ټولو لوړ ټاور چې ۷۲۵ متره لوړوالی ولري جوړ کړي.

د معمار پرس د راپور له مخې، ښاغلي عزیزي له CNN سره په خبرو کې ویلي چې د «عزيزي ټاور» د جوړولو کار د روان کال په جنورۍ میاشت کې د دوبۍ د چارواکو په منظورۍ پیل شو. د هغه په ​​وينا، د دغه ټاور د جوړېدو لومړني کارونه په ښه توګه روان دي. دا برج د دوبۍ د نړیوال سوداګریز مرکز په سیمه کې د شیخ زاید سړک پر غاړه موقعیت لري. دا مهال په دوبۍ کې برج خلیفه د ۸۲۸ مترو په لوړوالي سره د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده. عزیزي ټاور به ۱۳۱ پوړونه ولري چې اپارتمانونه، یو لوکس اووه ستوریز هوټل او یو سوداګریز مرکز ولري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *