افغان پانګوال او د عزیزي شرکت خاوند میرویس عزیزي په خپل ایکس چینل کې لیکلي دي چې په دوبۍ کې به د نړۍ دوهم تر ټولو لوړ ټاور چې ۷۲۵ متره لوړوالی ولري جوړ کړي.
د معمار پرس د راپور له مخې، ښاغلي عزیزي له CNN سره په خبرو کې ویلي چې د «عزيزي ټاور» د جوړولو کار د روان کال په جنورۍ میاشت کې د دوبۍ د چارواکو په منظورۍ پیل شو. د هغه په وينا، د دغه ټاور د جوړېدو لومړني کارونه په ښه توګه روان دي. دا برج د دوبۍ د نړیوال سوداګریز مرکز په سیمه کې د شیخ زاید سړک پر غاړه موقعیت لري. دا مهال په دوبۍ کې برج خلیفه د ۸۲۸ مترو په لوړوالي سره د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده. عزیزي ټاور به ۱۳۱ پوړونه ولري چې اپارتمانونه، یو لوکس اووه ستوریز هوټل او یو سوداګریز مرکز ولري.