افغانستان 15 سنبله 1403 - 2 هفته پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ملي مقاومت جبهې پلاوی له احمد مسعود پرته سفر امریکا ته

د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د دغې جبهې یو پلاوی به د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې له مشر مایکل مک کیل سره د خبرو لپاره د احمد مسعود له شتون پرته واشنګټن ته ولاړ شي. د ملي مقاومت جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: له افغانستان ولس سره د امریکا د کانګرس له بلنې او دوامداره تعامل څخه مننه کوي او د هر هغه خبرو ملاتړ کوي چې د هیواد له اوسني بحران څخه د وتلو سره مرسته وکړي. په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود به د دې جبهې په استازیتوب واشنګټن ته یو پلاوی واستوي خو پخپله به له مک کال سره مجازي خبرې وکړي. له دې مخکې مایکل مک کال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په ملاتړ په خپله ایکس پاڼه کې د دغې جبهې ماموریت د ویاړ وړ بللی و.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *