افغانستان 29 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي عبدالکبیر: افغان خاوره به هېڅ هېواد ته ګواښ نه وي

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال وايي، د افغانستان خاوره به هېڅ هېواد ته ګواښ نه وي.

د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۵۰مې کلیزې د نمانځلو په مراسمو کې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ نه وي. هغه دا هم وویل چې د سیمې هېوادونه هم باید د افغانستان شرایط درک کړي او له داسې غیر مسوولانه ټکرونو او څرګندونو ډډه وکړي چې د همکارۍ روحیه له منځه وړي. باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د سیمې ځینو هېوادونو ادعا کړې، چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې پراخ فعالیت لري. هغه ادعا چې کابل تل رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ډله په هېواد کې فزیکي حضور نه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *