اقتصادي 27 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ټینګولو هڅه کوي

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان او اذربایجان له هغو پلاويو سره چې د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې کابل ته سفر کړی، وکتل.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ او زیربناوو په اړه د ازبکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې وزیر لزیز قدرتوف او د اذربایجان د اقتصاد وزارت مرستیال مامدوف په حضور کې د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په کوربه توب درې اړخیزه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چی دواړو لورو د سیمه ییزو همکاریو، د ایکو په اقتصادي سازمان کې د افغانستان د بیا ځلېدو او د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د سمنټو د زیاتوالي، د ورېښمو د لارې د اغېزمنې استفادې او په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ د غځولو په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د ازبکستان او اذربایجان په اقتصادي او سوداګریزه ناسته کې د ټرانسپورټ، لوژستیکي او کاني برخو د درې اړخیزې پراختیا په اړه هوکړه شوې ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *