افغانستان 25 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر: نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د خبرو لاره غوره کړي

د افغانستان د جمهوري ریاست د نسکوریدو او واک ته د طالبانو د رسیدو د دریمې کلیزې په مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په بګرام اډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له دغې ډلې سره تماس ونیسي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ سراج الدین حقاني چې د چهارشنبې په ورځ یې د اسد په ۲۴مه د بګرام په اډه کې د طالبانو له خوا د افغانستان د سقوط د دریمې کلیزې په مراسمو کې وینا کوله، دا ادعا وکړه چی اوس مهال، د دې ډلې سره د اړیکو ساحه د پخوا په پرتله خورا ښه ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د تېر حکومت د سقوط او پر افغانستان د بهرني اشغال د پای کلیزه د دغې ډلې او د افغانستان د خلکو لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله. طالبانو تر دې وړاندې هم له نړیوالې ټولنې د خبرو اترو غوښتنه کړې وه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *