افغانستان 23 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو د افغانستان د صادراتي توکو پر بازار موندنې ټینګار کړی

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه په خپل وروستي اقدام کې په نړیواله کچه د افغانستان صادراتي توکو ته د بازار موندنې او معرفي کولو په اړتیا ټینګار کړی دی. د دغه وزارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر مولوي احمدالله زاهد د طالبانو د سوداګرو له مشرانو سره په کتنه کې د صادراتو د پراختیا لپاره د نویو بازارونو په پېژندلو او د بهرنۍ پانګونې پر جلبولو ټینګار وکړ. په همدې حال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره د هېواد صادرات په بې ساري ډول کم شوي او د فقر او بېکارۍ د زیاتوالي له امله د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *