افغانستان 22 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

زلمی رسول: په لندن کې بند پاتې یم؛ زه باید سفارت چا ته وسپارم؟

په بريتانيا کې افغان ډيپلومات وايي، چې د پخواني حکومت له ړنګېدو او پر هېواد د طالبانو له کنټرول وروسته معلومه نه ده، چې په لندن کې به د افغانستان سفارت "چا" ته وسپاري!

د معمار پرس د خبر له مخې: په برتانیه کې د افغانستان پخواني سفیر زلمي رسول له «سنډي ټایمز» رسنیو سره په خبرو کې وویل: زه دلته بند پاتې یم؛ په حقیقت کې زه غواړم چې خوشې شم، خو سفارت چا ته پریږدم؟ ښاغلي رسول زیاته کړه چې د ۶ سیمه ییزو کارکوونکو تر څنګ یوازې څلور دیپلوماتان په کم معاش سره کار کوي. په برتانیا کې د افغانستان پخوانی سفیر زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ پرېکړه به پر سفارت کوم اغېز ونه کړي، ځکه چې دوی په عمده توګه په دې هیواد کې د 250 زرو افغانانو لپاره د اسنادو اړوند خدمات وړاندې کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *