اقتصادي 21 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: ایران د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته چمتو دی

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته له ایران څخه د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغې کمېټې د ایران او افغانستان د خاصو معدني اقتصادي زون د جوړولو او د افغانستان د اوسپنې د کانونو د استخراج لپاره د پانګونې وړاندیز کړی دی.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د اسد ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې دا اعلان وکړ چی د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران له اقتصادي پلاوي سره وکتل او ویې ویل چی د ایراني پانګوالو لپاره په افغانستان کې د پانګونې اسانتیاوې شته. د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست له ایران سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ، ایراني پانګوالو ته یې بلنه ورکړه او د لازمو اسانتیاوو او ملاتړ ژمنه یې وکړه. نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ګډو ګټو ته په اشارې سره د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره د بهرنۍ پانګونې د جلبولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *