د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو او په قطر کې د شهید اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې له ګډون وروسته نن هېواد ته راستون شو. په هغې خبرپاڼه کې چې د اجرائیه ریاست له مطبوعاتي دفتره خپره شوې راغلي، چې نوموړی له خپل یوه پلاوي سره بېرته هېواد ته راستون شو. نوموړي په دغه څو ورځني سفر کې له یو شمېر ایراني چارواکو، په دوحه کې له مېشتو افغانانو او امریکايي او اروپايي دیپلوماتانو سره جلا جلا وکتل. د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال پرون په قطر کې د اروپايي هېوادونو له استازو څخه وغوښتل چې په کابل کې دې خپل سیاسي دفتر بېرته پرانیزي او امنیت دې ټینګ کړي.