خبرونه 17 اسد 1403 - 1 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د جاپان په پلازمېنه کې د ګرمۍ له امله تر ۱۲۰ ډېر کسان مړه شوي دي

د جاپان روغتیايي بنسټونو اعلان وکړ چې د توکیو او د هغې په شاوخوا سیمو کې د سږکال د جولای د میاشتې په ډیرو ورځو کې د بې ساري تودوخې څپې وروسته د تودوخې له امله له 120 څخه ډیر خلک مړه شوي. د جاپان د روغتیا وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې دا (د اګست ۶مه) یې خپره کړې ده چی د وژل شویو ۱۲۳ کسانو ډېری یې د پاخه عمر کسان وو. له دې دوو کسانو پرته نور ټول په خپلو کورونو کې مړه شوي. د جولای په میاشت کې، روغتیایی بنسټونو او د جاپان د هوا پیژندنې ادارې خلکو ته سپارښتنه کول چې د ورځې په ګرمو ساعتونو کې په کور کې پاتې شي، ډیرې اوبه او مایعات وڅښي. د ایر کنډیشنر په استعمال باندې د بار بار د ټینګار دلیل دا دی چې اکثره زاړه خلک فکر کوي چې دا وسایل روغتیا ته زیان رسوي او نه یې کاروي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *