افغانستان 16 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: د ۸ میلیونو افغانانو د کډوالۍ په اړه د مهاجرت نړیوال سازمان راپور ناسم دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د اسد ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چی د مهاجرت نړیوال سازمان په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی چې ښيي له ۲۰۲۰ کال راهیسې اته میلیونه افغانان کډوال شوي، چې موږ یې په کلکه ردوو. د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل راپور کې اعلان کړی، چې تر ۲۰۲۲ کال وروسته تر اته میلیونو ډېر افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي. خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو درېیو کلونو کې له ۳،۷ میلیونو ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي چې دا په تېرو ۴۰ کلونو کې د راستنېدونکو تر ټولو لوړه شمېره ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *