د طالبانو د حکومت چارواکي په هیواد کې د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکو د ویش اعلان کوي.
د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو حکومت اعلان کړی چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو کډوالو ته په ۴۶ هستوګنو کې ځمکې وېش ته چمتو دي. د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزیر حمدالله نعماني وايي، د دې ډلې حکومت چمتو دی چې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې په ۴۶ ښارګوټو کې پر هغو افغانانو چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، ځمکې وویشي. د طالبانو د حکومت د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت سرپرست وايي چې د ثبات د کمېټې او د دې وزارت اړوند د دایمي اسکان د کمېټې له تصویب وروسته به دغه ځمکې په پېژندل شویو مهاجرینو ووېشي. نعماني زياته کړه، چې په څلورو نورو ولايتونو، پنجشير، باميان، خوست او غزني کې هم کډوالو ته د ځمکو د وېش لپاره د سروې کار دوام لري.