د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي، تېر کال یې شاوخوا ۴۴ زره ځمکې له غاصبینو بېرته نیولې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د عدلیې وزارت چارواکو په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دغه وزارت تېر کال شاوخوا ۴۴ زره جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته نیولې ده. د دغه وزارت مالي او اداري رئیس سید حبیب وویل، چې په تېر کال کې ۴۳ زره ۹۴۵ جریبه ځمکه له غاصبینو څخه بېرته ترلاسه شوې او یو میلیارد، ۱۶۵ میلیونه، ۴۴۷۵ افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي. د دغه وزارت چارواکي همداراز زیاتوي: هغه قوانین چې د طالبانو د مشر له خوا تصویب شوي ۶ یا ۷ قوانین دي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون، د شکایتونو د اوریدو قانون او داسې نور دي.