خبرونه 15 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: هیڅوک حق نه لري چې د تیري کوونکي په مجازاتو د ایران په قانوني حق شک وکړي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چې ایران حق لري چې برید کوونکي ته سزا ورکړي. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه د چهارشنبې په ورځ کېږي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، موږ له خپل ملي امنیت، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع حق یو پریکنده حق ګڼو. هیڅوک دا حق نه لري چې د ایران په قانوني حق باندې شک وکړي چې یرغلګر ته سزا ورکړي او مخنیوی یې وکړي، موږ تر دې مهاله اړین سیاسي او قانوني اقدامات کړي دي. دایران دخارجه وزارت ویندوی په یوه خبری کانفرنس کښې وویل: په تهران کښې د شهید هنیه په وژله کښې دصهیونیسټ رژیم اقدام د نړیوالو قوانینو او د نړیوالې ټولنې له سیاسی دودونو څخه په کلکه سرغړونه ده. د کنعاني په وینا، نړۍ باید دغه بې ساري جنایت وغندي، د تېري کوونکي د مجازاتو ملاتړ وکړي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د تېري کوونکي د هڅونې لامل کېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *