د پاکستان د ځپل شوي اقتصاد د بیا راژوندي کولو په هڅه کې، د اسلام آباد حکومت د بهرنیو سیلانیانو د راجلبولو لپاره یو نوی پلان لري.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه پلان له مخې د ډېرو هېوادونو اتباع کولای شي چې له ویزې پرته دغه هېواد ته داخل شي. خو د پام وړ ټکی له دغه لېست څخه د پاکستان د دوو مهمو ګاونډیانو هند او افغانستان ایستل دي. په وروستیو کلونو کې له هند او افغانستان سره د پاکستان کړکېچنې اړیکې د دغې پرېکړې اصلي لامل بلل کېږي. د کشمیر په څیر د مسلو په اړه اوږدې شخړې او د وسله والو ډلو ملاتړ د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې کړي دي. دغه راز په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د اسلام اباد او کابل ترمنځ کړکېچ هم زیات شوی دی.