افغانستان 14 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو په هیواد کې د اوبو د ۱۴۰ کوچنیو بندونو د جوړولو اعلان وکړ

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د اوبو د ۱۴۰ کوچنیو بندونو د جوړولو چارې یې پیل شوې، چې د ۱۱۷ پروژو چارې بشپړې شوې دي.

د معمار پرس د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرجۍ وزارت چارواکو نن (شنبه د اسد ۱۳مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د ۱۴۰ کوچنیو آبي بندونو د تطبیق کار پیل شوی چې له دې جملې څخه ۱۱۷ پروژې بشپړې شوي دي. دغه وزارت زیاته کړه چې په هرات ولایت کې د پاشدان بند د جوړولو کار یو ځل بیا پیل شوی، د فراه ولایت د بخش اباد بند د لومړۍ برخې چارې ۳۷ سلنه پرمختګ کړی او په کابل کې د شاه او عروس بند او د کمال خان بندونه د درېیم فاز د جوړولو کار بشپړ شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *