افغانستان 13 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په وروستیو کلونو کې له افغانستان څخه شاوخوا اته میلیونه کسان کډوال شوي دي

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان کډوال شوي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې، دغه سازمان پرون په یوه راپور کې دا اعلان وکړ چی شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان چې ایران ته مهاجر شوي د کاري فرصتونو نشتوالی د دوی د مهاجرت اصلي لامل ګڼي. دا خبره د مهاجرت نړیوال سازمان کړې ده چی له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې ۸ میلیونه افغانان له خپل هېواده کډوال شوي، چې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او نږدې یو میلیون یې اروپا ته تللي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان اقتصاد په ټپه ودرېد او د فقر کچه لوړه شوه. د سرچينې په وينا، د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي او ٣٦ سلنه يې کافي خواړه نه لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *