خبرونه 10 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

چین د اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندلې ده

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندلې ده.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ نن چهارشنبه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته د شهید مجاهد مشر اسماعیل هنیه په تهران کې په خپل استوګنځي کې د صهیونیسټانو د خیانت له امله شهید شو. سپوتنیک خبري آژانس د چین د بهرنیو چارو د وزارت له قوله ویلي: چین د اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان په يوه بيانیه کې وويل: “موږ دې پېښې ته ډېره پاملرنه کوو او دا وژنه په کلکه غندو. موږ ژوره اندېښنه لرو چې دا پېښه به په سیمه کې د وضعیت د لا بې ثباتۍ لامل شي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *