د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال د دې ډلې د سفیر او دیپلوماتانو په ګډون په ایران کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره کتلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د رسنیو په حواله، د دې ډلې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن (دوشنبه، ۸ اسد) په ایران کې د طالبانو له سفیر فضل محمد حقاني، د دغې ډلې له ډیپلوماټانو او یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل. د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې له ګاونډيو هېوادونو او اسلامي نړۍ سره د طالبانو د حکومت د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پرمختګ او په ايران کې د مېشتو افغان سوداګرو او کډوالو پر وروستيو لاسته راوړنو او ننګونو خبرې وشوې. په ايران کې مېشت يو شمېر افغان سوداګرو د طالبانو د حکومت د اقتصادي تګلارې ستاينه کړې او ويلي يې دي چې له ګاونډيو او ځينو نورو هېوادونو سره د دغې ډلې تعامل او ښې اړيکې د سوداګرۍ او صنايعو په پراختيا کې مرسته کړې ده.