د طالبانو د ډلې د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ له یوه پلاوي سره په کتنه کې له جاپاني پانګوالو وغوښتل شول چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، د جاپان پلاوي له طالبانو سره د اړیکو پر دوام او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو ټینګار وکړ. د جاپان د ساساکاوای د سولې بنسټ مشر تدامیچي یاماموتو له افغان ولس سره د روغتیا او پوهنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د جاپان د مرستو د دوام ډاډ ورکړ. مولوي عبدالسلام حنفي وويل چې د طالبانو امارت هڅه کوي چې دغه اړيکې په ښه توګه دوام او پراختيا ومومي.