د طالبانو ویاند اعلان کړی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د غور ولایت له والي او چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره د شخړو په مخنیوي ټینګار کړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې لیکلي: په دې غونډه کې د دغه ولایت چارواکو له ملا هبت الله سره خپلې ستونزې شریکې کړې. د مجاهد په وینا؛ په دې کتنه کې د طالبانو مشر د اسلامي نظام د پياوړتيا، د شرعي احکامو د تطبيق، د جهاد د موخو او لاسته راوړنو د ساتنې او د مسلمانو ماشومانو د اسلامي فکر د روزنې او ترويج، د خپلو واکمنانو پوره اطاعت او د خپلو ماتحتانو په وړاندې رحم کول، له اختلاف څخه ځان ساتل او د مسلمانانو د ښه خدمت په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.