افغانستان 10 اسد 1403 - 2 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره د طالبانو د لوړ پوړي پلاوي لیدنه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو لوړ پوړي پلاوي د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره د کډوالو پر مهمو مسایلو او ننګونو خبرې وکړې. په دغه پلاوي کې د طالبانو د وزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په تهران کې د طالبانو د سفارت مشر مولوي فضل محمد حقاني او یو شمېر طالب چارواکو ګډون درلود. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ايران ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا، په بېلابېلو برخو کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په اړه خبرې وکړې. احمد وحیدي د افغانستان او ایران د لوړ پوړو چارواکو سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه، تهران په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی. د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو برخو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له مرستو مننه وکړه او ویې ویل له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې د طالبانو د بهرني سیاست مهمه برخه ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *