د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له یو شمېر هېوادونو سره خبرې روانې دي چې افغانستان او سوریې ته د مجرمو پناه غوښتونکو د ایستلو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د معمار پرس د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د ګاونډیو هېوادونو له لارې خپلو سیمو ته د دا ډول کسانو پر شړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه هغه کسان چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري باید ژر تر ژره زموږ له هېواده ووځي. د دغه جرمني چارواکي په خبره، هغه افغانان او سوريیان چې [جرمونه کوي] باید د خپلو ګاونډیو هیوادونو له لارې خپلو سیمو ته واستول شي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «زما لپاره د آلمان امنیتي ګټې په لومړي سر کې دي.