د طالبانو د استخباراتو مشر وايي، په افغانستان کې د سخت دریځو د شتون په اړه خپاره شوي راپورونه یو خطرناک استخباراتي پلان دی.
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق نن پنجشنبه د اسد په ۴مه په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چی په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د شتون په اړه راپورونه د استخباراتي شبکو یوه هڅه ده چې په سیمه کې شک پیدا کړي. وثیق د ځینو نړیوالو سازمانونو د راپور په اړه وویل: «دغه سازمانونه او شبکې د ناسمو معلوماتو په جوړولو کې ډېر مهارت لري. دوی هڅه کوي چې په سیمه کې تفاهم، اختلافات او تشې رامنځته کړي.