افغانستان 04 اسد 1403 - 3 میاشتی پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د عینک میس پروژې سړک د طالبانو او چینایي چارواکو لخوا پرانیستل شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا پروژه چې په نړۍ کې د مسو دوهم لوی زیرمې په توګه پیژندل کیږي، د امنیتي ستونزو او لرغون پېژندنې کیندنو له امله د کلونو ځنډ وروسته به بیا پیل شي. د دغه سړک د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د چین د کلتور وزارت مرستیال او په کابل کې د دغه هېواد سفیر ګډون کړی و. ملا برادر په خپلو خبرو کې وويل، چې د عينکو د مسو د پروژې د کار د پيل په لاره کې پراته خنډونه لرې شوي او له چينايي قراردادي شرکت څخه يې وغوښتل، چې د مسو د استخراج چارې ژر تر ژره پيل کړي. د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال چینايي شرکت ته ډاډ ورکړی چې د دوی د کارکوونکو امنیت به تضمینوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *