افغان سوداګرو د چین په کونمینګ ښار کې د چینايي او جنوبي اسیا د تولیداتو په ستر نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ایکس په چینل لیکلي چې په دغه نندارتون کې د ۸۲ هیوادونو تولیدات نندارې ته ایښودل شوي وو او ۴۱ غرفې د افغانستان تولیداتو ته ځانګړې شوې وې. سرچينه زياتوي، چې په دغه نندارتون کې د افغانستان توليدات او محصولات لکه غالۍ، لاسي صنايع، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې، زعفران، وچه مېوه او بېلابېل محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، دغه نندارتون به د راتلونکې اونۍ تر شنبې ورځې پورې دوام وکړي.