یو شمېر چینايي پانګوالو په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې: یو شمېر چینايي پانګوالو د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مرستیال احمدالله زاهد سره په لیدنه کې د لمریزې برېښنا د تولید او کرنې د ټکنالوژۍ په برخو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د چینايي پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د پانګونې لپاره د فرصتونو ځای دی او د دغه وزارت رهبري هر ډول همکارۍ ته چمتو ده. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دې ډلې حکومت له يو شمېر چينايي شرکتونو سره ډېر تړونونه لاسليک کړي دي.